Thursday, January 22, 2009




د عشق پیغام



یوه شپه عاشق خپلی معشوقی ته وویل
ته ئی عشق زما
ته ئی لارښود زما
ته یی ځان زما
ته یی جانان زما
ستا په عشق کی زه مات شوی یم
نور نو ما مه ماتوه
ستا په عشق کی زه د خپل خلاصون لار وینم
ستا په عشق کښی زه د خدای عشق وینم
ای زما عشقه
تا سره د زړه او ځان له کومی مینه لرم
تا له سرنه تر پښو پوری خوښوم
ستا د احساس سره مینه لرم
ستا د شوندو ښکلولو سره مینه لرم
ستا د نازولو سره مینه لرم
ستا د قصو سره مینه لرم
غواړم چه همیشه زما تر څنگ ووسی
غواړم ڇه ته زما ورځ او شپه ووسی
غواړم ڇه زما همراز ووسی
زما همدرد ووسی
غواړم چه تا له ځانه سره د عشق
محبت ، حقیقت او معرفت عرش ته بوځم
تا سره مینه لرم
تا سره د عشق او ایمان په مرسته مینه لرم
تا سره د عشق او ایمان په مرسته مینه لرم
مینه در سره لرم
مینه در سره لرم



شاعر :محمد عظیم الفتی

No comments: