Wednesday, January 7, 2009

نن شپه نه ویده کیژم د زړه سره

نن شپه نه ویده کیږم
نن شپه تالټوم
تا
په دی بی ستنه آسمان کی
دستورو په منځ کی
د وریزو په منځ کی
د سپوژمی په منځ کی

ته ځما اوشکلی ستوری یی
ته ځما د ایمان او دین هیله ییته ځما د دوو نړیو سراغ یی

نن شپه نه ویده کیږم
نن شپه تالټوم
تا

نن شپه غواړم
خپله ترتولو غوره داړی تاته ولاندی کوم
ترتولو غوره داړی می مینه ده
مینه ده ،پیژندگلووی ،او دریشتتنوړی پلتنه ده
غواړم ستا په لور د مینه دڅپان د څپو سفر وکړم
هغه ځای ته چه هلته مینه ده ،اړتیا ده
پیژند گلوی ده او ریشتنوړی ده

غواړم داڅه ځای ته ولاړم شوم چه ته تل راسره وی
هغه ځای چه هلته تل وو
ته وی او زه
ته وی او زه

نن شپه نه ویده کیږم
نن شپه تالټوم
تا

شاعر:محمد عظیم الفتی

No comments: