Wednesday, January 7, 2009



په تا مین یم



هر شپه ستا له یادونو سره ویده کیږم

خو ، خوب می نه را ځی


له کوره د باندی وزم او د دیوال ډډی ته تکیه کوم

د ستورو روښنا ئی ته له ځمکی تر آسمان گورم

تاته ځیر شم او په فکر کی شم

په سترگو ستا د مخ انځور جوړ کړم

تا په زړه او ژبه یادوم

تا د روح او سر سره ملگری کړم

او په هغه ښکلی سترگو

په هغه ښکلی زړه وړونکی مخ

په هغه سو څونکی شونڊو

د تولو په باب فکر کوم

ناڅا په ستا عطرین بوی احساس کړم

می او ساغر می ستونی ته راورسیږی

لکه چه ته وی

زه مست شم

ستا په مینه کی گرم شم

د زړه او سینی هغه سوی

او د سترگو هغه اوښکی

ما ډوبوی

ماته سرخوږی راکوی

د ژوند له خوندونو می خوابدی کړی

هیڅکله نه شم کولای تا له پاره وباسم

ځکه چه مینه در سره لرم

تا پسی لیونی یم

بی له تا د الفتی ژوند هیڅ معنی نه لری

ای یار پرده پورته کړه او راشه

ښکلا دی روښانه کړه

چه زه تا پسی لیونی یم

لیونی

لیونی

مینه درسره لرم


شاعر :محمد عظیم الفتی

No comments: