Monday, February 9, 2009




د شپی راز

ځلانده شپه ، د قصو شپه
د شمعو شپه
د لالو شپه
د مینی شپه
د رازونو شپه وه
د رازونو ترټولو ښکلی شپی
د تړلو زړونو لپاره
هغه زړونه چی په یوه ساه سره بار بار یو بل یادوی
هغه زړونه چی لازم او ملزوم وو
ناڅاپه د زهرو په خنجر مات او د یو بل نه بیل شول
آه دا ولی؟
آه دا ولی؟
دغه زړه په خنجر مات شو؟
دغه زړه په خنجر مات شو
خو تاسره مینه لری
ځکه چی
د زړه هره ماته شوی ټوټه ستا عبادت کوی
راشه ای زما زړگیه
ځکه چی د زړه ماتی شوی توتی پرته له تا مری
راځه ای زما یاره
راځه
زما د زړه ټوټی ستا عبادت کوی
ستا عبادت کوی


شاعر محمد عظیم الفتی